د نورستان والي وايي، سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی

نورستان کې راوتلي سیلابونه

د نورستان والي وايي، په وروستیو سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۱۳ ته زیات شوی دی.

حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل، دغو سېلابونو په کامدېش ولسوالۍ کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي: "اخري ګزارش کې ۱۱۳ کسان شهیدان شوي،۱۷ ټپیان دي،۱۷۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي،۱۲ کیلو متره سرک هم بشپړ تخریب شوی دی،۱۱۰۰ جریبه ځمکه ۱۷ ژرندې ویجاړې شوي دي."

د نورستان والي وایي، په سېلابونو کې د برښنا د تولید فابرېکې او نورې ټولګټې پروژې هم ویجاړې شوي دي.

تر دې مخکې په سېلابونو کې د مړینو شمېر ضد و نقیض ښوول شوی و.