د تخار چارواکي: د تالقان اړوند شااوخوا ۲۰ کلي له طالبانو پاک شوي

تخار کې امینتي ځواکونه

د تخار ولایت امنیه قومانداني وايي، د مرکز تالقان اړوند شااوخوا ۲۰ کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي او حملې یې په شا تمبول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وویل، د امنیتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې چې ولسي پاڅونوالو یې هم مرسته کوله، د تالقان شااوخوا ۲۰ کلي له وسله والو تصفیه شوي دي.

ښاغلی اسیر وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه هم د تالقان پر ځینو حوزو او سیمو حملې پلان کړې وې چې شنډې کړای شوي دي، خو وسله والو طالبانو دا موضوع رد کړې ده.

په وسله والو نښتو کې د یوه پاڅونوال د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.