ملي ارمان: کومې سیمې چې طالبانو نیولي هلته یې عامه تأسیسات ویجاړ کړي

ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د جګړې پې زیاتېدو او د سولې نامعلوم برخلیک او په روانو جګړو کې د ملکي تلفاتو، په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي او جګړه کې چې د ملکي تلفاتو په اړه وروستي خپاره شوي ارقام ټکان ورکوونکي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راپور له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په دغه هېواد کې له دوه نیم زرو زیات ملکیان وژل شوي.

په سرمقاله کې په افغانستان کې د ملګرو د استازولۍ دفتر، یوناما د زمري د اتمې نېټې راپور ته هم اشاره شوې چې ویل شوي یوازې په تېرو دوو اونیو کې په کندهار کې ۷۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په څېړونو کې تائیده کړې چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې طالبانو سل ملکیان له کورونو ایستلي او بیا یې وژلي، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دغه ارقام داسې مهال ورکول کېږي چې طالبان د هلمند، کندهار، غزني او تخار ولایتونو د مرکزونو تر څنډو رسېدلي، خو بیا هم د سولې څرک نه لیدل کېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې تېرو ۱۵ ورځو کې د جګړو له امله ۱۴ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، له ژمنې سره سم نړیواله ټولنه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، که نه نو د لیکوال په باور افغانستان کې به جګړې نورې هم سختې او د لا زیاتو ملکي افغانانو ژوند واخلي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، په ولسوالیو، کلیو او ښارونو کې د طالبانو پرمختګونه د اندېښنې وړ دي.

د لیکوال په اند حکومت یوازې د دغو پرمختګونو ننداره کوي.

سرمقاله لیکوونکی لیکي، کومې سیمې چې طالبانو نیولې، تر ډېره یې په کې عامه تاسیسات ویجاړ کړي او د خلکو په کورونو کې یې مورچلې نیولي دي.

په سرمقاله کې په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر غږ شوی چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې باید له خلکو سره د زور زیاتي مخنیوی وکړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، که دا کار ونه شي، تر ډېره به یې زیان عامو خلکو او عامه تاسیساتو ته واوړي.

  • صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې بیا لیکلي، طالبان سولې ته چمتو نه دي او د ورځپاڼې په باور دوی هڅه کوي چې په زور سره واک ته ورسېږي.

لیکوال د طالبانو اوسنی دریځ او پرمختګ درې لسیزې وړاندې د مجاهدینو پرمختګ سره پرتله کړی چې بالاخره په افغانستان کې د یوه خونړۍکورنۍ جګړې پيلامه شوه.

ورځپاڼه وړاندوینه او ادعا کوي وايي، که طالبان د زور له لارې واک ترلاسه کړي، افغان ولس لپاره چې په اویا سلنه د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، هېڅ کوم پروګرام نه لري.