چارواکي: د خوست صبریو او یعقوبیو کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

ارشیف، د خوست روغتون

تندر قول اردو د خوست ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د ملي بیرغ د نمانځنې پر مراسمو د حملې په ترڅ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي څانګې مسوول اېمل خان مومند رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي دي چې پر دې مراسمو پرون جمعه (د زمري ۸مه) مازېګر د افغان ځواکونو په یوه اډه کې برید وشو.

مومند زیاته کړه: "د دفاعي امنیتي ځواکونو بېز ته څېرمه، د ملکي وګړو پر هغو مراسمو چې د ملي بیرغ د نمانځڼې په موخه جوړ شوی وو، د وسله والو طالبانو له خوا برید شوی، دوه ملکي وګړي په شهادت رسېدلي او له دېرشو زیات نور ملکیان ټپیان شوي."

د یعقوبیو ولسوال اکبر ځدراڼ او نورو سیمه ییزو چارواکو هم د ازادي راډیو له خبریال سره په خبرو کې دا حمله تایید کړې او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.