د المپيک لوبې؛ افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي نوی ریکاډ ثبت کړ

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د توکیو په المپیک لوبو کې نوی ریکاډ ثبت کړ.

کیمیا یوسفي په المپیک لوبو کې د ۱۰۰ مترو واټن په ۱۳،۲۹ ثانیو کې وواهه او د خپل ۹ کسیز ګروپ اووم مقام‌یې وګاټه.

تر دې وړاندې کیمیا یوسفي همدومره واټن په ۱۳،۳۳ ثانیو کې کچ کړی و او په دې توګه‌یې په المپیک لوبو کې د ځان په نوم نوی ریکاډ ټینګ کړ.