د خلیج همکارۍ شورا: ایران دې د سیمې هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي

د خلیج د همکارۍ شورا یوه غونډه

د خلیج د همکارۍ شورا له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي نایف الحجرف پر ایران غږ وکړ چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د بس کولو ترڅنګ د «ترورېزم» ملاتړ ودروي.

ده د امریکا متحده ایالاتو او د خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ همکارۍ د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.

سعودي عربستان او امریکا په ځلونو ایران تورن کړی چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.