سیګار: د امریکا او طالبانو موافقه د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو موافقه

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا او طالبانو موافقه د دې پر ځای چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ سبب شي، د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې ده.

په دې راپور کې راغلي چې له موافقې وروسته د طالبانو حملې دوه برابره ډېرې شوي او ورسره د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ډېرې شوې دي.

پرون د افغانستان د سولې وزارت په یوه راپور کې وویل چې د سږ کال له پیله تر اوسه طالبانو هره میاشت کابو ۳۵ سلنه حملې ډېرې کړې دي.