کانګرس له امریکا سره کارکوونکو افغانانو ته د ویزو د زیاتولو لایحه تصویب کړه

ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره‌یې کار کړی دی.

د دوو میلیارد او ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه چې وروسته د استازو جرګې هم سم د لاسه تصویب کړه.

د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸،۰۰۰ نورې ویزې برابرېږي او د دوی د لېږد، استوګنځیو او نورو ضروري خدماتو لپاره ۵۰۰ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.