طالبانو د کندهار-ترینکوټ عمومي لار پر خلکو 'بنده' کړې

ارشیف، د ارزګان د ترینکوټ ښار یوه څنډه

وسله‌والو طالبانو د کندهار او ارزګان د ترینکوټ ترمنځ عمومي لار پر خلکو بنده کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو له درې ورځو راهیسې دا لار بنده کړې او له کبله‌یې دوی له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

ډېر موټر چلوونکي او مسافر په ترینکوټ کې بند پاتې دي او د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.