عمران خان: د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی او اسلام‌اباد له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو مسؤلیت په غاړه نه‌لري.

عمران خان پرون/ پنجشنبه په اسلام‌اباد کې د افغانستان د رسنیو له استازو سره په کتنه کې همداراز وویل، پاکستان به له هر هغه چا سره ښې اړیکې ولري چې افغانان‌یې غوره کوي.

ده زیاته کړه: "څه چې طالبان کوي یا یې نه‌کوي، زموږ سره ارتباط نه‌لري. موږ یې مسؤله نه‌یوو او نه د طالبانو ویندویان یوو."

د افغانستان حکومت تور لګوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان د دې ډلې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، خو پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور ردوي.