د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اټمي موافقې پر سر له ایران سره د خبرو بهیر په نامحدود ډول دوام نهشي کولای او اوس هغه وخت دی چې ایران باید پرېکړه وکړي.
ده پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو اټمي موافقې ته د بېرته ګرځېدو لپاره خپل ښه نیت او لېوالتیا ښوولې او اوس «توپ د ایران په میدان» کې دی.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "حقیقت دا دی چې ایران باید پرېکړه وکړي، په دې اړه اساسي پرېکړه چې ایا غواړي خپلو ژمنو ته راوګرځي که نه، هېڅ انحراف دا اساسي واقعیت نهشي بدلولی. توپ د ایران په میدان کې دی، وبه ګورو چې دوی موافقې ته د بېرته راګرځېدو پرېکړې ته لازم چمتووالی لري که نه، موږ خبرو اترو ته ژمن یوو، خو دا بهیر په نامحدود ډول دوام نهشي کولای."
ایران او امریکا په موافقه کې د نورو شاملو غړو په منځکړیتوب د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ۶ پړاوه غیر مستقیم خبرې کړي څو ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو او د امریکا د بندیزونو نرمولو ته چمتو شي.