نړۍ کې تر اوسه د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی

د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د رسمي شمېرو پر اساس، د اروپا په وخت د پنجشنبې تر ماسپښینه د جولای ۲۹مې پورې په درسته نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد ۴ میلیارده او ۳۰۲ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.

په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، یو میلیارد او ۶۰۰ ډوزه،، په هند کې چې د نفوس له پلوه د نړۍ دوهم ستر هېواد دی، ۴۵۱ ملیون ډوزه او په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې لا هم د نړۍ بې‌وزله هېوادونه د واکسین له کموالي سره مخامخ دي.