په نيمروز ولايت کې درې ټنه نشهيي مواد سوځول شوي دي.
په دې نشهيي موادو کې ۱۶۴ کيلوګرامه هيروئين، ۷۰۴ کيلو ګرامه ترياک، ۵۳ کيلو ګرامه چرس او ۱۳۰ کيلو ګرامه وچ کیمياوي مواد شامل دي.
دا نشهيي مواد د تېر شمسي کال د وروستيو میاشتو څخه نيولې بيا د روان کال د اسد تر مياشتې پورې نيول شوي وو.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان وحيدالله نظامي ازادي راډيو ته وويل چې د دې قضيو په تړاو ۲۳ نفره نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو لهخوا په مجازاتو محکوم شوي دي.