د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه د چین د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې ورتهیې ویلي د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په شمول دې د ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چینايي چارواکو دا مسئله د هغه طالب هیئت سره یاده کړې چې چین ته په سفر تللی و.
تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي و چې هیلهمند دي طالبان به د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګرو ډلو سره د بېلتون یو روښانه کرښه رامنځته کړي او همدارنګهیې له طالبانو غوښتي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې دې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ډله وځپي.
دا غورځنګ چې چین ترې وېره لري له اویغور ټبرو مسلمانانو جوړ دی چې د چین له سیاستونو سره مخالف دي.
لوېدیځ هېوادونه وايي چین په شینجن ایالت کې شااوخوا یو ملیون اویغوریان او نور اقلیت مسلمانان په ځانګړو کمپونو کې ساتلي.
چینايي چارواکي وايي دا کمپونه روزنیزه بڼه لري او د ترهګرۍ د مخنیوي لپارهیې رامنځته کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیمهییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو نږدې اړیکې نهیوازې په افغانستان کې د جګړې د دوام او وینې تویېدو سبب کیږي، بلکې د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
طالبانو په ټینګار رد کړې چې ګوندې دا ډله دې د سیمې یا نړۍ له ترهګرو ډلو سره اړیکې ولري.