ننګرهار ، بامیان او تخار کې د لوړو بیو کنټرول لپاره د چارواکو هڅې

د جلال اباد د ښار یوه څنډه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ننګرهار ، بامیان او تخار ولایتونو په بازارونو کې د بیو کنټرول لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د زمري ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا اقدام د خلکو د شکایتونو پر بنسټ شوي دي.

وزارت وایي، د دې لپاره یو ځانګړی کمېسیون څارنه کوي او سرغړونکي به جریمه کړي.

چارواکي وایي، په ښارونو کې د اړتیا وړ خوراکي توکي په کافي اندازه بازارونو شته او د تبادلې نرخ تریوې کچې عادي حالت ته راستون شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مستهلیکینو د ملاتړ،د احتکار او قیمت پلورولو، د بې کیفیته او تقلبي توکو د مخنیوي کمېسیون په مرکز او د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د مستهلیکینو د ملاتړ، د احتکار او قیمت پلورلو د مخنیوي په موخه په منظم ډول د بازارونو پلټنه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د جګړو په زیاتیدو او بندرونو په تړل کېدو سره د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوي دي.