ترکیې تر ۲۳۰ ډېر کډوال نیولي چې یونان ته تلل

آرشیف، د ترکیې په سمندر کې کډوال

ترکیې تر دوه سوه دیرشو ډېر کډوال نیولي دي چې د ایجین سمندرګي له لارې د کب نیونکو په یوې بېړۍ کې د یونان لورته پورې وتل.

د ترکي رسنیو په وینا د چهارشنبې په ورځ ۲۳۱ کډوال سمندرغاړې ځواکونو راګرځولي دي.

دوی د افغانستان، سوریې، ایران، ایریتریا، یمن او پاکستان دي.

انقرې په دوه زره شپاړسم کال کې له اروپایي ټولنې سره تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې د اروپا لور ته د کډوالو د تیرېدو مخه نیسي، د دې په بدل کې اروپایي ټولنه له ترکیې سره مرسته کوي چې دا کډوال په خپله خاوره کې وساتي.

ترکیه له اروپایي ټولنې غواړي چې د مرستو په بدل کې د کډوالو د مخنیوي تړون نوی کړي.