د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د بلاروس د اپوزسیون له مشرې سره چې په جلاوطني کې ژوند کوي، په سپینه ماڼۍ کې وکتل.
جوبایډن تر دې غونډې وروسته وویل، امریکا د بلاروس له ولس سره ولاړه ده.
ترغونډې وروسته سویتلانا څخانوسکایا وویل چې خپل پيغام یې د امریکا تر ولسمشره ورساوه: "د دې لپاره چې د ولسمشر کاري پروګرام ډېر بوخت دی. موږ ډېر وخت نه درلود، شااوخوا پنځلس دقیقې مو خبرې وکړې، خو دا ډېر تود هرکلی و. ما داسې څوک ولیدل چې بې تفاوته نه دی، هغه څه چې په بلاروس کې پېښیږي هغه ته بې تفاوته نه دی."
څخانوسکایا زیاته کړه چې ولسمشربایډن ورته ویلي دي چې په بلاروس کې مبارزه د سیاسي جغرافیې لپاره نه ده، هلته د شخړو او بې قانوني پرضد مبارزه ده.
په بلاروس کې وروسته تردې کړکېچ رامنځته شو چې الکساندرلوکاشینکا پروسږکال د اګست د میاشتې په انتخاباتو کې د شپږم ځل لپاره د ولسمشر په توګه اعلان شو.
د ده مخالفان وایي چې دې انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي او څخانوسکایا په کې بریالۍ شوې وه.
مېرمن څخانوسکایا غواړي چې بیا انتخابات وشي.