د طالبانو یوه پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوي له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د محمد نعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نهاخیستل کېږي.
له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل: "نن د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ملا برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو د سیاسي کمېسیون له پلاوي سره په تیان جین کې وکتل. په دې پلاوي کې د افغانستان د طالبانو د مذهبي او سیاسي چارو او تبلیغاتو د کمېټې مشران هم شامل دي."
ده همداراز وویل چې افغانستان د افغانانو دی او افغانان باید د افغانستان راتلونکې وټاکي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عین حال کې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو پر ژر وتلو انتقاد وکړ.