طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې چین ته تللی

دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

طالبان وايي، د قطر د دفتر یو پلاوی یې له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی نهه کسیز پلاوی له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د محمدنعیم په وینا طالب پلاوي چین ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پرضد کار نه اخیستل کېږي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت په قول راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نن چهارشنبه په تیان جین شمالي ولایت کې له طالب پلاوي سره وکتل.