برښنا شرکت:کابل او څو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیمیږي 

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د برښنا شرکت مسوولان وايي چې نن به کابل او څو نورو ولایتونو ته پرچاو شوې برښنا ترمیم شي.

د پروان ولایت د برښنا شرکت رييس روح الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې کابل، پروان او نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا ستنې د بغلان ولایت په کیله ګي سیمه کې ویجاړې شوې وې خو له پرون راهیسې د برښنا شرکت کار کوونکو د ستنو د ترمیم کار پیل کړی دی.

افغانستان ته له ازبیکستان او تاجکستان څخه وارداتي برښنا هر څه موده وروسته د جګړو یا د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو له کبله پرچاو کېږي.