د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ بیا تماسونه پیل شول

د شمالي کوریا مشر

د شمالي او جنوبي کوریاوو ترمنځ له ۱۴ میاشتې وروسته تماسونه بیا پیل شول.

د شمالي کوریا مشرانو تېرکال په یوه غونډه کې چې د دغه هېواد د مشر خور هم په کې ګډون درلود، له جنوبي کوریا سره د اړیکو لیکه او له سیول سره تماسونه پرې کړل.

خو اوس شمالي کوریا بیا پرېکړه کړې چې له جنوبي کوریا سره تماسونه پیل کړي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ پرون راپور ورکړ چې د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو د بیا پیلېدو پرېکړه د دوو هېوادونو د مشرانو له موافقې وروسته شوې ده.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس هم د دوو هېوادونو ترمنځ د تماسونو بیا پیلېدا تایید کړې ده.