د پیسو نړیوال صندوق امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پیسو نړیوال صندوق په شتمنو هېوادونو کې د کرونا پرضد د واکسیناسیون د چټکوالي په خاطر په دغو هېوادونو په تېره بیا په امریکا کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي اټکل وکړ.

د دې صندوق په باور په وروسته پاتې هېوادونو کې به چې د واکسیناسیون بهیر په کې ورو دی، اقتصادي وده نوره هم کمه شي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د نړۍ اقتصادي وده په متوسط ډول ۶ سلنه زیاته شوې چې د تېرکال پرتله، خورا زیاته ده.

تېر کال د کرونا وبا په نړۍ کې اوج ته ورسېده او اقتصادي وده یې منفي ۳ اعشاریه ۲ ته ټیټه کړه.