پر طالبانو د امریکايي بمباري؛ "ورځ کې ان د لاس د ګوتو شمېر ته هم رسېدلی"

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا پوځ په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو پرضد په جګړه کې د افغانستان د دولتي ځواکونو په ملاتړ ګڼې هوايي حملې کړي دي.

دا په تېرو شپږو اونیو کې د افغان ملي دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د پوځ په هوايي حملو کې ناڅاپي زیاتوالی ښيي.

د پنټاګون یوه ویاند تورن جنرال رابرټ لودویک خبریالانو ته وویل چې دا حملې هم د عادي او متعارفو او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

پنټاګون

خو یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي، په دې اړه یو څه وضاحت ورکړ، ویې ویل چې د جولای له شلمې نېټې راهیسې د امریکا د بمباریو شمېر په ورځ کې کله ناکله د لاس د ګوتو شمېر ته هم رسېدلی دی. دا حملې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي، خو ډېر تمرکز یې د کندهار پر شااوخوا و، ځکه چارواکو وېره لرله چې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

د امریکا د هوايي حملو زیاتوالی ښيي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د پوره وتلو په درشل کې او د جګړې په ډګر کې د طالبانو له پرمختګونو وروسته د متحدو ایالاتونو پوځ د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ پیاوړی کړی دی.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کنټ مککنزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، که طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي، نو امریکا به هم د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

مکنزي؛ د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه پر طالبانو د امريکا هوايي بريدونه اغيزمن دي.

د چارواکو په وینا، دا حملې تر ډېره د هغو افغان ځواکونو په ملاتړ شوي چې په مستقیم ډول د طالبانو له ګواښ سره مخامخ وو، خو په ځینو ځایونو کې هغه پوځي تجهیزات هم ویشتل شوي دي چې طالبانو ولکه کړي وو.

امریکايي چارواکو ویلي چې امریکايۍ الوتکې له بهره افغانستانه راغلي او هوايي حملې یې کړي دي ځکه د امریکا پوځ خپلې جنګي الوتکې له افغانستانه ایستلي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په سلو کې څه باندې ۹۵ بشپړ شوی دی.

په دې اړه نور: پنټاګون: د طالبانو پر سنګرونو حملې زیاتې شوي

تمه ده چې دا ځواکونه د را روانې اګسټ میاشتې په ۳۱مه نېټه په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي، خو تراوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې د اګسټ له ۳۱ مې نېټې وروسته به امریکا د افغان ځواکونو هواي ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه؟

طالبان په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان له ټولو ۴۱۹ ولسوالیو څخه د شااوخوا ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو په نیولو بریالي شول او که څه هم د ځینو ولایتونو مرکزونه یې تر فشار لاندې نیولي، خو د هېڅ ولایت مرکز یې تراوسه نه دی نیولی.