چارواکي: نامعلومو وسله والو د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم وواژه

د لوګر د عدلیې رئیس محمد ګل عالم

نامعلومو وسله والو د لوګر ولایت د عدلیې رييس محمدګل عالم پرون مازدېګر په کابل کې وواژه.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل، محمدګل عالم کابل ته تللی و چې د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

محمدګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.