عمر: د 'خاشه ځوان' وژنه د طالبانو له خوا د عام وژنې څرګندونه ده

 د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر

د طالبانو له خوا د خاشه ځوان په نوم د یوه کامیډین وژل کېدو پراخ عکس العملونه پارولي دي.

دفاع وزارت وايي، د خاشه ځوان په نوم تېره اوونۍ په ډنډ ولسوالۍ کې تر نیول کېدو وروسته ووژل شو، خو د هغه د نیول کېدو د شېبې یوه ویډیو پرون په ټولنیزو شبکو کې ډېره لاس په لاس شوه.

د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر، ویلي، د خاشه ځوان وژل کېدل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د عام­وژنې د کمپاین څرګندونه کوي.

وحید عمر له خلکو غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې له موجودو امکاناتو په استفاده خپل اواز اوچت کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح په دې تړاو په ټویټر کې لیکلي، د طنز او انتقاد غلي کول په واقعیت کې د ټولنې د خاموشه کولو معنی لري، خو دا ټولنه به هېڅکله د ده په وینا کوم ظلم ته تسلیم نه شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان په ټویټر کې پر دې پېښه خواشیني ښوولې ده.