د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي چې په نجراب ولسوالۍ کې یې ۲۵ طالبان وژلي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو د برخې مسؤل عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه د یولس نیمو بجو خوا ته د فرخ شاه پر دره حمله وکړه چې په ځوابي برید کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۵ تنهیې ټپیان شول.
د ښاغلي شورش په وینا د دې جګړې پر مهال څلور تنه افغان ځواکونه او دوه ملکیان هم وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.