وسله والو طالبانو ومنله چې په لوګر کې یې یو ماشوم وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې ده.
دا پېښه وړمه ورځ ماسپښین مهال د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.
نورالله چې د وژل شوي ماشوم د کاکا زوی دی، ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی ماشوم هغه مهال د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شو چې وسله والو طالبانو چک پاینټ اچولی و او پر دوی یې ډزې وکړې.
دی وایي، دوی لا هم نه پوهیږي چې ولې یې د کورنۍ غړي په نښه شوي دي، په داسې حال کې چې د خپلې کورنۍ هېڅ غړی یې دولتي او نظامي دنده نه لري.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ډزې کوونکی کس یې نیولی او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.