د کرنې وزیر: افغانان د خوړو نه خوندیتوب په لومړی کرښه کې دي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وایي، افغانان د خوړو د نه خوندیتوب په لومړۍ کرښه کې دي.

انوارالحق احدي دا څرګندونې د افغانستان په استازولۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو سیسټمونو 'UNFSS' په غونډه کې وکړې.

دغه غونډه پرون ناوخته په انلاین ډول جوړه شوې وه چې د افغانستان ترڅنګ ۱۱۱ نورو هېوادونو هم په کې ګډون کړی و.

ښاغلي احدي وویل، د لوږې کړکېچ د منځه وړلو لپاره تر ۲۰۳۰میلادي کاله پورې جدي هلو ځلو ته اړتیا ده.

د کرنې وزیر وویل چې افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له امله د بې وزلۍ او د خوړو نه خوندیتوب کچې د لوړېدا اندېښنې موجودې دي.

نوموړي دغه شان وویل چې افغان دولت د خپلو خلکو لپاره سالم او مناسبو خوړو تأمین ته ژمن دی او د خوړو د سټنډرډ کولو په پار، د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده.

د شمېرو له مخې دا مهال شااوخوا ۱۳میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.