دفاع وزارت: تخار کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تخار کې یې د طالبانو د درېیو مهمو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۸ وسله وال وژلي دي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دغه شمېر طالبان تېره ورځ د دوی هوایي ځواکونو د تخار د مرکز اړوند خسپکه، چشمه شېر، ګاومالي او خطایان کلیو کې په نښه کړل.

وزارت د طالبانو وژل شوي ځایي قوماندانان کوچ بای، درویش او ابو داود بللي دي.

دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې د غزني مرکز اړوند ګنج نو اباد سیمه کې هم د حنظله په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان له ۵ ملګرو سره وژلی دی.

طالبانو د دغو دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.