بایډن: عراق کې د امریکايي سرتیرو ماموریت د پای ته رسېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، عراق کې یې د سرتیرو پوځي ماموریت د روان کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.

بایډن پرون سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدر اعظم مصطفی الکاظمي سره د کتنې پر مهال وویل، د عراقي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت به یې دوام ولري.

د دې لیدو کتو ګډه اعلامیه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړې چې په کې راغلي، د عراق او امریکا راتلونکې اړیکې به د عراقي ځواکونو د روزنې او استخباراتي معلوماتو په شریکولو ورټولې وي.

امریکا داسې مهال عراق کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي چې لا هم دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې ګواښ پاتې دی.

د تېر اختر په شپه داعش د بغداد له ګڼې ګوڼې یوه ډک مارکیټ کې برید وکړ چې لسګونه تنه یې مړه او ټپیان کړل.