ملګرو ملتونه په تونس کې د ارامۍ د برقرارېدو غوښتنه کړې ده.
دا وروسته له هغه چې د تونس جمهور رییس قیس سعید صدراعظم هشام المشیشي له دندې لېرې کړ او پارلمان یې هم وځنډاوه.
ولسمشر سعید وروسته له هغه صدراعظم لېرې کړ چې خلکو د کرونا وبا په تړاو د حکومتي د مدیریت په غبرګون مظاهرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش یوه ویاند فرهان حق ویلي چې ټولې خواوې باید له زغمه کار واخلي، تاوتریخوالی پرېږدي او ډاډمنه کړي چې وضعه ارامیږي.
هغه زیاته کړې هر راز جنجال باید د خبرو له لارې هوار شي.