ملګرو ملتونه: د افغان سولې پروسه باید ګړندۍ شي

دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې پروسه باید ګړندۍ شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز پرون په دې تړاو په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره خبرې کړي دي.

یوناما په خپل ټوېټر د اغلې ډیبرا لاینز په حواله لیکلي چې اسانچارۍ/منځګړیتوب د انتخابونو په شمول د دې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي او د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې له قطر سره کار کوي.

قطر د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو کوربه دی.

له اغلې لاینز سره په خبرو کې د افغان دولت د مرکچي ټیم مشر ښاغلي ستانکزي هم د اساسی قانون په چوکاټ کې د خبرو په اهمیت باندې ټینګار کړی دی.