افغان حکومت د پاکستان چترال ته د ۴۶ افغان پوځیانو د اوښتو راپورونه رد کړل

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري

د افغانستان حکومت له کونړ څخه د پاکستان چترال سیمې ته د ۴۶ افغان پوځیانو د اوښتو راپورونه رد کړل.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه بې‌بنسټه وبلل.

دی وايي: "دا رښتیا نه‌ده چې زموږ پوځي پرسونل دې کوم هېواد ته پناه وړې وي، هغه هم پاکستان ته. هغه حساسیت چې د افغانستان خلک، په تېره زموږ پوځیان‌یې د پاکستان پر وړاندې لري ټولو ته ښکاره دی."

له دې مخکې د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وویل چې د ۵ افسرانو په ګډون ۴۶ افغان پوځیانو ته‌یې پناه ورکړې ده. بیان زیاتوي چې دا سرتېري پرون شپه چترال ته واوښتل.

د کونړ د ولایتي شورا غړي شېر زمین خان ازادي راډیو ته وویل چې د سرحدي ځواکونو او ملي اردو دا سرتېري د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال ارندو سیمې ته اوښتي دي.

د پاکستان پوځ وايي، افغان پوځیانو ته‌یې ډوډۍ، استوګنځای او درمل برابر کړي دي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې دا سرتېري به د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته افغانستان ته وسپارل شي. له دې مخکې ۳۵ تنه نور افغان پوځیان هم له طالبانو سره د جګړې له لیکو څخه پاکستان ته تښتېدلي وو.

د هېواد پر یو شمېر سرحدي سیمو د طالبانو له ولکې وروسته سلګونه افغان سرتېري او دولتي مأمورین تاجکستان، ایران او پاکستان ته وتښتېدل.