افغان حکومت: له سقوط شویو ولسوالیو له ۳۰ زیاتې بېرته ونیول شوې

د افغان ځواکونو عملیات

افغان حکومت وايي، له سقوط شویو ولسوالیو یې تر دا مهاله له ۳۰ زیاتې بېرته نیولې دي.

د افغان وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» په کابل کې رسنیو ته وویل، له هغې ورځې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یرغلیزو عملیاتو د پیل امر شوی له طالبانو یې دا ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

شینواري وویل، سره له دې چې په ۲۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو په تېره یوازې یوه اوونۍ کې ۱۵۴ عملیات د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې نږدې ۱،۵۰۰ طالبان وژل شوي او شااوخوا ۱،۰۰۰ نور یې ټپان شوي دي.

دی زیاتوي: "افغان ملي پوځ د هوايي ځواک په برخه کې له پوره ملاتړه برخه‌من دی او د همدوی پر مټ مو له ۳۰ زیاتې ولسوالۍ تر دا مهاله نیولې دي او ډېر ژر به د نورو بریاوو خبرونه هم تر تاسو درورسېږي."

ښاغلی شینواری وايي، په تېره اوونۍ کې طالبانو ۱۴ ملکي کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژلي او ۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.

خو طالبان بیا دا ادعاوې ردوي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي، د دوی جنګیالي نه‌دي وژل شوي او دا تش په نوم تبلیغات دي.

ښاغلي شینواري د هغه ولسوالیو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل چې د وسله‌والو طالبانو له لوري سقوط شوي، خو طالبانو له دې وړاندې رسنیو ته په استول شویو پیغامونو کې د شاخوا ۱۹۰ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې.

دغه ډلې تازه د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د نیولو دعوه هم کړې ده. اخو افغان حکومت هم تازه د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د بېرته نیولو ادعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د سختو جګړو له امله ګڼ شمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي.