د پاکستان پوځ وايي چترال سیمې ته اوښتو ۴۶ افغان پوځیانو ته‌یې پناه ورکړې

پاکستاني پوځیان او پولیس

د پاکستان پوځ هغو ۴۶ افغان پوځیانو ته پناه ورکړې چې د پاکستان چترال سیمې ته اوښتي وو.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، د افغان پوځ ۴۶ سرتېري چې پنځه افسران هم په‌کې دي پرون شپه چترال ته واوښتل.

د کونړ د ولایتي شورا غړي شېر زمین خان ازادي راډیو ته وویل، د سرحدي ځواکونو او ملي اردو دا سرتېري د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال ارندو سیمې ته تښتېدلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، افغان پوځیانو ته‌یې ډوډۍ، استوګنځای او درمل برابر کړي دي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې دا سرتېري به د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته افغانستان ته وسپارل شي. له دې مخکې ۳۵ تنه نور افغان پوځیان هم له طالبانو سره د جګړې له لیکو څخه پاکستان ته تښتېدلي وو.

د هېواد پر یو شمېر سرحدي سیمو د طالبانو له ولکې وروسته سلګونه افغان سرتېري او دولتي مأمورین تاجکستان، ایران او پاکستان ته وتښتېدل.