د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره: د افغانستان ملي امنیت ادارې ۴ خبریالان نیولي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې څلور خبریالان چې په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته د راپور برابرولو په مقصد تللي وو، نیولي دي.

په کندهار کې د نی مسؤل عبدالسمېع غیرتمل ازادي راډیو ته وویل چې دا خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول. ښاغلي غیرتمل وویل چې د دې خبریالانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

دی زیاتوي: "د ملي امنیت شورا ته خبر ورکړل شوی او خبرې ورسره روانې دي. موږ هڅه کوو چې ډېر ژر دا خبریالان راخوشې کړو او له امنیت شورا سره د دوی په اړه بحث او خبرې اترې وکړو."

نی وايي، په نیول شویو خبریالانو کې د ملت غږ په نوم د یوې سیمه‌ییزې راډیو درې خبریالان، بسم‌الله وطندوست، عبیدي او قدرت سلطاني دي او څلورم د چین د سینهوا خبري اژانس عکاس ثناءالله سیام شامل دي.