د افغانستان د تورغنډۍ بندر د سوداګريزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو

ارشیف

د افغانستان په لوېدیځ کې د تورغنډۍ بندر د سوداګريزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه بندر د ترکمنستان هېواد او د افغانستان د چارواکو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته تېره شپه ناوخته د سوداګريزو کاروانونو پر مخ پرانیستل شو.

ښاغلی مومند زیاتوي: "تر اوسه ۳۵ ټانکره تېل، ۲۲ موټره ګاز وارد شوي او نن احتمال شته چې ۱۳ واګونه اوړه، ۱۲ واګونه غنم هېواد ته وارد شي."

دغه بندر چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دی څو ورځې مخکې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په پایله کې د سوداګريزو کاروانونو پر مخ تړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد پر یو شمېر بندرونو د طالبانو بریدونو د خوراکي او سونګ توکو بیه لوړه کړې ده.

خو د افغانستان حکومت وايي چې ډېر ژر به د طالبانو ټغر په ټولولو سره یو شمېر هغه بندرونه چې تر اوسه د دغې ډلې په واک کې دي، د تجارتي کاروانونو پر مخ پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د اوړو، غوړيو، وریجو، ګازو او تېلو بیه د هېواد په بازارونو کې لوړه شوې چې خلک‌يې اندېښمن کړي دي.