چارواکي: د بلخ کلدار ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ازاده شوه

ارشیف، بلخ کې د افغان ځواکونو عملیات

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، کلدار ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ازاده شوه.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولسوالۍ مرکز نن غرمه د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

ښاغلی عادل زیاتوي: "افغان ځواکونه د وسله‌والو مخالفینو د حملو مخنیوي لپاره هلته دېره دي. زموږ هڅې روانې دي څو له لیرې پرتو سیمو هم د طالبانو پاتې شوني تصفیه شي."

د بلخ د پولیسو ویاند وویل چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو هغه‌يې کره شمېره ونه‌ښوده. عادل زیاته کړه چې د کلدار ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتې.

د بلخ له ۱۴ ولسوالیو څخه ۸ د طالبانو په ولکه کې دي.

طالبانو ویلي چې د کلدار ولسوالۍ په نښتو کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.