پیکېنګ: امریکایان له چین سره د 'خیالي دښمن' په څېر چلند کوي

د چین ملي نښان او د امریکا متحده ایالاتو ملي بیرغ

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د امریکا او چین په اړیکو کې د کړکېچ عمده علت دا دی چې امریکایان له چین سره د "خیالي دښمن" په څېر چلند کوي.

شي فانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن (Wendy Sherman) ته نن ویلي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې چین د اهریمن په توګه وښيي او په کار ده دا چلند یې بدل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شي او مېرمن شرمن سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا دې د خپلو جوړښتي ستونزو ملامتي پر چین نه‌اچوي.

وروسته له هغې چې واشنګټن په هانګ کانګ کې پر ډیموکراسۍ پلوه اعتراضونو د چین د فشارونو له کبله پر چین ځیني بندیزونه ولګول، په ځوابي اقدام کې چین تېره اوونۍ د امریکا د سوداګرۍ پخوانی وزیر ویلبر روز (Wilbur Ross)، ځیني نور اشخاص او کمپنۍ د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.