د تونس ولسمشر د دغه هېواد صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ

د تونس ولسمشر قیس سعید

د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار، کودتا بللې ده.

د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي.

تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهره‌چیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده.

په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران، انفلاسیون او په کرونا ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله پر حکومت د خلکو غوسه زیاته شوې ده.