د امریکا متحده ایالاتو یوه مخکښ قوماندان وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د امریکا هوايي حملې دوام کوي.
دغه امریکايي قوماندان دا خبره داسې مهال کړې چې له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل روان دي.
جنرال کېنت مککنزي (General Kenneth McKenzie) چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دی او د افغانستان په ګډون په سیمه کې د امریکايي ځواکونو مشري هم کوي، پرون ناوخته په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالاتو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په وروستیو ورځو کې خپلې هوايي حملې زیاتې کړې دي. که طالبان خپلو حملو ته دوام ورکړي، موږ په پام کې لرو په راروانو اوونیو کې خپل د ملاتړ دغه حد نور هم زیات کړو."
په وروستیو کې وسلهوالو طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي او ځینې ولسوالۍ یې لاندې کړې دي.
قوماندان مککنزي ډاډ ورکړ، د امریکا هوايي ملاتړ به د اګسټ تر ۳۱مې وروسته هم چې په افغانستان کې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل بشپړېږي، دوام کوي.
له افغانستانه د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو وتل له مې میاشتې راهیسې پیل شوي دي.