لسګونه افغانانو په بروکسل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه

ارشیف، بروکسل کې یوه مظاهره

لسګونه بلجیم مېشته افغانانو پرون په بروکسل کې د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

دوی په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتونې او شکنجې پر ضد شعارونه ورکول او پاکستان‌یې د طالبانو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ.

له دې وړاندې په افغانستان او خپله پاکستان کې هم د سلسلې علي‌خېل د تښتونې او ربړونې پر ضد مظاهرې شوې دي.

نوموړې شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په اسلام‌اباد کې وتښتول شوه او له شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه.

له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ډيپلوماتیکې اړیکې هم ډېرې خړې پړې شوې او افغان دولت خپل ټول ډيپلوماتان کابل ته راوبلل.