د فاریاب مرکز میمنه کې یوه ډیسي توپ دوه مېرمنې او یو ماشوم ووژل.
د فاریاب امنیه قوماندان روحالله خلیل اوغلو وایي، طالبانو څو توپونه پر هوایي ډګر وتوغول چې پر کورونو او دکانونو لګېدلي دي.
دا پېښه پرون له غرمې وروسته شوې ده او د فاریاب امنیه قوماندان وایي، ځوابي ډزو کې یې ۶ طالبان وژلي دي.
طالبانو لا په دې اړه څه نهدي ویلي.