دفاع وزارت: سمنګان کې د طالبانو پر غونډه برید کې ۱۱ وسله‌وال ووژل شول

ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو یوه حمله

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په سمنګان ولایت کې يې د طالبانو پر غونډه هوایي برید کړی دی.

دا برید تېر مازدیګر د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې شوی چې د وزارت د خبرپاڼې له مخې ۱۱ تنه په‌کې وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې د طالبانو یوه اندازې وسلې، مهمات او تجهیزات هم له‌منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.