د جنګي بېړیو یوه لویه ننداره؛ پوتین د خپلو سمندري ځواکونو وړتیاوې وستایلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي بېړیو په یوه لویه پوځي ننداره کې د وینا پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي بېړیو په یوه لویه پوځي ننداره کې د خپلو سمندري ځواکونو وړتیاوې وستایلې.

له کرونا وبا سره سره دا مراسم پرون د سنټ پټرزبورګ په بندر کې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت ترسره شول.

پوتین وویل، سمندري ځواکونه‌یې د اړتیا په وخت کې د دښمن د هر هدف په وړاندې چمتووالی لري.

نوموړی دا خبرې څو اوونۍ وروسته تر دې کوي چې کریمیا ټاپو ته نږدې په تور سمندر کې د روسیې او بریتانیا ترمنځ لانجه رامنځته شوه.

د جون په ۲۳مه د بریتانیا د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ د روسیې د ۲۰ جنګي او دوو اوبتلونو (تحت‌البحري) بېړیو له‌خوا محاصره شوه.

هغه مهال د روسیې دفاع وزارت وویل چې د بریتانیا تحت‌البحري بېړۍ یې د ډزو په خبرداري د کریمیا له اوبو لیرې کړې ده.