د ننګرهار والي: جګړو کې د وژل شویو ۳۹ پاکستانيانو جسدونه پاکستان ته یوړل شول

په جګړو کې د وژل شویو پاکستاني جنګیاليو تابوتونه

د ننګرهار والي وايي په جګړو کې د وژل شویو ۳۹ پاکستاني وګړو جسدونه رسماً د سرې میاشتې له لارې پاکستان ته وړل شوي.

د افغان ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل نن ویلي دغو پاکستانیانو د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې جګړه کوله.

هغه زیاته کړې په دغو ۳۹ پاکستانیانو سربېره چې رسماً یې جسدونه سرې میاشتې وړي د لسګونه نورو پاکستاني جنګیالیو مړي هم له نورو بېلابېلو لارو پاکستان ته لېږدول شوي.

امرخېل ویلي افغان پوځیان د خپل هېواد دفاع کوي او که څوک د وژنو او لوټماریو لپاره راځي د ده په خبره همداسې به‌یې جسدونه لېږدول کېږي.

تر دې مخکې هم افغان چارواکو ادعاوې کړي چې د لسګونه پاکستاني جنګیالیو مړي پاکستان ته انتقال شوي.

پاکستاني چارواکي که څه هم نه‌مني چې د دوی اتباع په افغان جګړه کې ښکېل دي، خو هره ورځ په خواله رسنیو د دغه هېواد له بېلابېلو سیمو د هغو خلکو د جنازې اعلانونه کېږي چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي.