د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي

ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو حمله

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په خپل ټوېټر په دې اړه یو بیان ورکړی.

د امان په خبره وسله‌والو طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، هلمند، بدخشان، کندز او بغلان کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې اوښتې ده.

د دفاع وزارت دغه ویاند همداراز ویلي چې افغان پوځیانو د سړک غاړې نهه ماینونه هم شنډ کړي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې لوی شمېر د افغان ځواکونو له‌خوا د وراوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د افغان حکومت د ادعا په غبرګون تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو له مخې جګړو د اختر تر لنډې وقفې وروسته چې په‌کې بریدونه لږ څه کم شوي وو یو وار بیا زور اخیستی دی.