کندهار کې '۳۳ مدني فعالان، قومي مشران او خبریالان' وژل شوي

ارشیف، د کندهار یوه روغتون کې بستر شوي ټپيان

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په کندهار کې د جون له ۲۴مې د جولای تر ۶مې پورې ۳۳ مدني فعالان، قومي مشران او خبریالان وژل شوي.

دا خبره د یاد کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ نن ازادي راډیو ته کړې.

هغه ویلي د راپورونو په اساس چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټول کړي دا هدفي وژنې په دواړو هم د طالبانو او هم د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغو وژنو جدي اندېښنه ښودلې او له طالبانو او هم حکومتي چارواکو یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب ته پوره پام وکړي.

تر دې څو ورځې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم طالبان تورن کړي و چې د سپین بولدک د نیولو پر مهال‌یې ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي او له ډلې یې له ۱۰۰ زیات وژلي دي.

طالبانو په کلکه رد کړې چې د دوی ډلې دې دا وژنې کړې وي او د افغان چارواکو تورونه‌یې بې‌ځایه بللي دي.