د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه دې د طالبانو د پرمختګونو مخنیوی وکړي 

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن

د امریکا دفاع وزیر ویلي افغان ځواکونه په دې برلاسي دي چې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.

لوید استېن چې په الاسکا ښار کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبریالانو ته غږېده دا خبره وکړه.

ده وویل: "هغوی وړتیاوې لري. دا ظرفیت لري چې پرمختګ وکړي او واقعاً په دې وتوانېږي چې د طالبانو د ځینو پرمختګونو مخه ډب کړي، خو وبه ګورو چې څه کېږي."

هغه زیاته کړه افغان مشرتابه په دې لګیا ده چې د ګڼ مېشتو سیمو شاوخوا خپل پوځ ځای پر ځای کړي.

د استېن په خبره مهمه دا ده چې د طالبانو د مخنیوي لپاره ډاډ حاصل شي چې د دې ډلې سرعت کم کړای شي.

هغه داسې وخت دا خبره کړې چې افغان پوځيان د راپورونو له مخې په ۲۸ ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي.