سوریه کې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي

ارشیف، سوریه کې یو شمېر ترکي پوځیان

ترکیه وايي، دوه پوځیان‌یې د سوریې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون/ شنبه وویل، پوځیانو ته‌یې هغه مهال مرګ‌ژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.